د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت مرستیال، تمیم عاصي د طالبانو د مشر ملاهبتالله اخندزاده پر وروستیو څرګندونو نیوکه کړې او د هغه علمي کچه، نړۍلید او ان د پښتو ژبې ادبیات یې د کندهار د یوه محلي جومات له ملا سره پرتله کړي دي.
عاصي ویلي، هبتالله د افغانستان خلک د پسونو له رمې سره تشبیه کوي او د هغوی انساني کرامت د څارویو تر کچې راټیټوي.
نوموړي زیاته کړې، په داسې حال کې چې د ده په وینا، نږدې ۷۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي، د یوه واکمن لپاره دا ډول څرګندونې د منلو وړ نه دي.
هغه د طالبانو د مشر د ویناوو په غبرګون کې ویلي، چې هبتالله خپل مسوولیت یوازې په نصیحت، وعظ او د خلکو د ذهنونو په بدلولو کې ویني؛ هغه تګلاره چې د عاصي په وینا، د افغانستان پخوانیو مشرانو هم کارولې ده.
عاصي د کابل پوهنتون په غونډه کې د لونګوټو وېشلو ته په اشارې ویلي، دا ډول کړنې د طالبانو د مشر د فکر او برنامو کچه څرګندوي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانان د فقر او لوږې د پای ته رسولو، پاکو اوبو، سړکونو او خپلو ماشومانو ته د زدهکړو د برابرولو اړتیا لري، نه د خلکو د جامو، وېښتانو او ظاهري بڼې د څارنې او پرلهپسې نصیحتونو.
عاصي او خبرداری ورکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان راتلونکی نسل د فقر، انزوا او ناپوهۍ له جدي ګواښونو سره مخ دی.