سیاف پر مظلومو او بې‌دفاع مسلمانانو د الهي رحمت غوښتنه کړې

2 Min Read

د افغانستان پخواني جهادي مشر او د ولسي جرګې پخواني غړي، عبدالرب رسول سیاف پر خپل اېکسپاڼه د نومبر ۱۹مه په یوه تازه پیغام کې د نړۍ او سیمې د بې‌وزلو، مظلومو او بې‌دفاع مسلمانانو لپاره دعا کړې او له لوی خدایه یې ورته د امن، ساتنې او رحمت غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپل لنډ پیغام کې لیکلي: “الهي! ته مظلومو، بې‌وزلو او بې‌دفاع مسلمانانو ته د خپل رحمت په پراخه غېږ کې ځای ورکړې او ته یې ساتندوی او مرستندوی شې.»”

د یادونې وړ ده چې عبدالرب رسول سیاف تر دې وړاندې هم پر خپلو ټولنیزو شبکو د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان د روان وضعیت په تړاو ورته دعاګانې او غبرګونونه خپاره کړي دي.

نوموړي په خپلو پخوانیو بیانونو کې هم په وار وار ټینګار کړی چې د طالبانو ظلم او بې‌عدالتۍ پای حتمي دی او الله تعالی هېڅکله د مظلومانو آه نه پرېږدي.

همدارنګه سیاف په خپلو نورو څرګندونو کې تل پر دې خبره درېدلی چې د ولسونو د ژغورنې یوازېنۍ لار یووالی، عدالت او د خدای دربار ته رجوع کول دي او د ظالمانو پر وړاندې یې د بې‌دفاع خلکو ملاتړ د هر مسلمان دیني او انساني مسوولیت بللی دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ