د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نومبر ۱۸مه د یوې غونډې په ترڅ کې د حریت خپرندویې ټولنې د تالیف شوي “شیطان جزیره” په نوم د کتاب مخکتنه وکړه.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې: “د شیطان جزیره کتاب کې لوېدیځ په کوم تمدن ویاړي؟ لوېدیځ د اپسټین په هنداره کې، د ګناه ټاپو او بشري حقونه، په لوېدیځ کې د ښځو حقونه او د جیفري اپسټین دوسیه، د اپسټین شبکه، د لوېدیځ اخلاقي بحران او د اپسټین قضیه او نورې اړوندې موضوعګانې شاملې دي.”
په دې غونډه کې د حریت خپرندویې ټولنې مسوول، محمدالله احساس د “شیطان جزیره” کتاب د منځپانګې په اړه ادعا وکړه، دغه ټولنه هڅه کوي چې د اسلامي او شرعي فکر لپاره کار وکړي او دغه فکر خلکو ته ورسوي.
هغه دغه راز ادعا وکړه٬ د داسې کتابونو د خپرولو له لارې غواړي د اسلام د سپېڅلي دین ښېګڼې نړۍ ته وروپېژني.
طالبان داسې مهال په لوېدیځ کې د ښځو حقونو، جیفري اپسټین او اخلاقي بحران په اړه کتاب لیکلی چې دوی خپله په افغانستان کې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې تړلې او له کاره یې هم منع کړې دي.
دغه راز طالبانو پر ښځو سخت محدودیتونه هم لګولي دي.
یاده دې وي چې جیفري اپسټین (Jeffrey Epstein) یو امریکایي مالي پانګوال او په جنسي جرمونو محکوم شوی مجرم و چې د نړۍ له سیاستوالو، میلیاردرانو او مشهورو څېرو سره یې پراخې اړیکې درلودې. هغه په ۱۹۵۳ کال کې په نیویارک کې زېږېدلی و .
هغه د شتمنو کسانو د مالیاتو او شتمنیو د مدیریت له لارې زیاتې پیسې وګټلې. نوموړي په نیویارک، فلوریډا او کارابین سمندرګي کې یو شخصي ټاپو درلود، چېرې به یې لوړپوړو مېلمنو ته بلنه ورکوله.
اپسټین د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د کم عمره نجونو د جنسي استحصال او فحشا ته د هڅولو په تور محکوم شو. هغه ته د یوې لانجمنې قضايي هوکړې له مخې یوازې ۱۳ تر ۱۸ میاشتو پورې د بند سزا واورول شوه.
د رسنیو د راپورونو او د قربانیانو د شکایتونو له زیاتېدو وروسته، فدرالي څارنوالانو په جولای ۲۰۱۹ کې هغه د کم عمره نجونو د جنسي قاچاق په تور بېرته ونیو.
اپسټین د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۰مه نېټه د نیویارک په یوه زندان کې مړ وموندل شو. رسمي عدلي طب د هغه مړینه ځانوژنه اعلان کړه، خو د زندان د کمرو خرابوالی او د ساتونکو بې غوري د ډېرو شکونو او بحثونو لامل شوه.
د امریکا د عدلیې وزارت د «اپسټین د اسنادو د روڼتیا قانون» له مخې میلیونونه پاڼې اسناد، برېښنالیکونه او انځورونه خپاره کړل. په دغو اسنادو کې د نړۍ د ګڼو مشهورو سیاسي او سوداګریزو څېرو نومونه یاد شوي، که څه هم پر ټولو یې د جرم رسمي تور نه دی پورې شوی.
خو د ۲۰۲۶ کال په نومبر میاشت کې، د عدلي طب یو مخکښ متخصص ډاکټر مایکل فریمن د اپسټین د جسد د معایناتو د انځورونو له ارزونې وروسته ادعا وکړه چې د هغه پر غاړه او بدن شته ټپونه تر ځانوژنې ډېر د بل چا له خوا د زندۍ کېدو یا وژنې نښو ته ورته دي، خو د نیویارک د عدلي طب ادارې لا هم پر خپله پخوانۍ پرېکړه ټینګار کړی دی.