فرانسه: د طالبانو د رسمیت پېژندلو هېڅ اراده نه لرو

2 Min Read

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې چې خطرناک او ناقانونه دي او دوی د طالبانو د رسمیت پېژندلو هېڅ اراده نه لري.

د دغه وزارت ویاند هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې طالبان به د پاریس په ښار کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې یوه کاري ډله جوړه کړي یا به په دغه استازولۍ کې خپله قونسلي ډله ځای پرځای کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پاسکال کنفاورو پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي: “فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني، دا موضوع په بشپړه توګه روښانه ده او پاریس څو ځله پر خپل دغه دریځ ټینګار کړی دی.”

نوموړي زیاته کړې، د بشري مرستو دوام او د افغانستان له ملکي وګړو، په ځانګړي ډول له ښځو څخه ملاتړ، د افغانستان په اړه د فرانسې د دریځ له مهمو برخو څخه دي.

د کنفاورو په وینا، فرانسې د کابل له سقوط وروسته افغانستان ته د ۱۸۷ میلیونه یورو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړي چې په روغتیايي برخه کې یې اغېزمنې وې.

هغه یادونه کړې چې فرانسې د افغانستان ښځو ته هم ویزې ورکړې او ۱۷ زره ښځې توانېدلې چې له دغو ویزو ګټه واخلي او اوس په فرانسه کې د پناه غوښتنې حق لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه هېواد له طالبانو سره یوازې د تخنیکي خبرو اترو لړۍ د دې لپاره پیل کړې چې د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړي چې د فرانسې په وینا خطرناک دي، عامه نظم ته ګواښ پېښوي او په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسېږي.

هغه زیاته کړې: “دغه تخنیکي خبرې د فرانسې د وګړو د امنیت د تأمین لپاره پیل شوې دي او موږ په بشپړ روڼتیا سره د دې مسوولیت هم منو.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ