پخوانی طالب چارواکی او په پاکستان کې د دې ډلې پخوانی سفیر، ملا عبدالسلام ضعیف وايي، چاپلوس سلاکاران، جاهل دوستان او متعصب ملګري د انسان تر ټولو بد دوښمنان دي.
هغه د کوم طالب چارواکي د نوم له اخیستو پرته د کنایې په ډول ویلي، دا ډول کسان انسان له سمې لارې څخه باسي او د هلاکت کندې ته یې غورځوي.
ملا ضعیف د غويي پر ۲۸مه په اېکس کې د بدو سلاکارانو د ناوړه اغېزو په اړه خبردارۍ ورکړی دی.
هغه په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بیان پر ازادۍ د بندیزونو له امله د نورو کابل مېشتو سیاستوالو په څېر یوازې د کنایې په ډول پر طالبانو نیوکې کوي.
عبدالسلام ضعیف هم یو له دغو کسانو دی چې په خواله رسینو کې د کنایو پر کارولو پر طالبانو نیوکې کوي.
که څه هم هغه اوسمهال د طالبانو په لیکو کې کومه دنده نه لري، خو بیا هم د طالبانو مشرانو ته نږدې کس بلل کېږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال یې د سولې په خبرو اترو کې هم خپل رول درلود.
ضعیف له دې وړاندې هم پر طالبانو په کنایه ډول نیکې کړې دي او ښايي دا ځل یې کنایه ملا هبتالله وي، ځکه څو ورځې وړاندې د هبتالله یو سلاکار د بډو اخیستو په تور ونیول شو او د کندهار د علماوو شورا په ضمانت بېرته خوشې شو.
په کابل کې طالبان خپل ټول هغه مخالفان او د دوی د لیکو غړي چې پر دوی نیوکې کوي په بېلابېلو لارو یې مخه نیسي.
وسلهوال طالبان نه غواړي چې د دوی پخواني غړي، رسنۍ، سیاستوال او عام وګړي د دوی پر تګلارو نیوکې وکړي چې له همدې امله یې په ټول هېواد کې د بیان پر ازادۍ خورا سخت بندیزونه لګولي دي.