ملګري ملتونه وايي، طالبانو په هرات کې د سولهییز لاریون د ځپلو لپاره له جنګي مهماتو کار اخیستی دی.
د یاد سازمان ویاند، فرحان حق وویل، طالبان باید د سولهییزو اعتراضونو پر وړاندې له هر ډول غیر ضروري او یا نامتناسب زور کارولو ډډه وکړي.
هغه ویلي، ملګري ملتونه غواړي داسې فضا رامنځته کړي چې په هغه کې د افغانستان ټول وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې وکولای شي په ازاده او خوندي توګه اړینو خدمتونو او بشري مرستو ته لاسرسی ولري.
فرحان حق د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د ارزونې پر بنسټ وویل، په وروستیو ورځو کې په هرات کې لسګونه ښځې او نجونې د حجاب نه مراعتولو په تور نیول شوې چې په هغوی کې د روغتیا سکتور ځینې کارکوونکې هم شاملې دي.
یوناما ویلي، شاوخوا ۳۰ ښځې د غبرګولي ۱۷مې او ۱۸مې ترمنځ په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې لخوا د حجاب نه مراعتولو په تور نیول شوې دي.
دغه بنسټ وايي، لسګونه نورو ښځو ته یوازې شفاهي اخطار ورکړل شوی دی او دوی تایید کړې چې یو تنکی ځوان د طالبانو د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان د وهلو ټکولو له کبله ټپیان شوي دي.
یاد اداره وایي چې د یوه بل کس د مړینې راپورونه هم تر څېړنې او تایید لاندې دي.
فرحان حق په خپلو خبرو کې د ښځو او نجونو د نیولو، تاوتریخوالي او همدارنګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.