د طالبانو ویاند وايي، په بهرنیو مرستو او مالي سرچینو تکیه د افغانستان خپلواکي او اراده زیانمنوي او هېواد د نړیوالو پوروړی کوي.
ذبیحالله مجاهد د وږي پر ۲۳مه په کندهار کې یوې غونډې ته وویل: “پر بهرنیو مالي سرچینو تکیه کول هېواد له نړیوالو پورونو سره مخ کوي او د خلکو د ازادۍ او ارادې د محدودېدو لامل ګرځي.”
خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره هره اونۍ له امریکا څخه لسګونه میلیونه ډالره ترلاسه کوي.
مجاهد زیاته کړه، د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مرستې تل له ځانګړو سیاسي او اقتصادي شرایطو سره مل وي چې په اوږدمهال کې د هېواد په زیان تمامېږي.
د هغه په وینا، د هېواد د بنسټیزو پروژو تمویل باید د کورنیو عوایدو او د ملي سوداګرو د پانګونې له لارې ترسره شي څو دده په وینا، هېواد د پورونو له درانده بار څخه وژغورل شي.
امریکا افغانستان ته هره اونۍ ۴۰ میلیون ډالرو نغدي کڅوړه لېږي چې دا لړۍ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه پیل شوې ده.