د طالبانو د سرحدونو چارو وزارت مرستیال ادعا کړې چې هبتالله اخندزاده یو مشفق او غمخوار مشر دی، افغانان دې قدر او اطاعت وکړي.
عنایتالله شجاع نن په پنجشېر کې یوې غونډې ته ادعا وکړه چې هبتالله ان د شپې تر ۱۲ بجو کار کوي.
هغه وویل: “ملاهبتالله اخندزاده شپه او ورځ د ولسونو د خدمت او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي، ان د شپې تر ناوخته، دولس بجو پورې هم له مسوولینو سره لیدنې کوي. له همدې امله ولسونو ته په کار ده چې د داسې مشفق او غمخوار مشر د خدمتونو قدر وکړي او د هغه اطاعت وکړي.”
له دې وړاندې نورو طالب چارواکو هم له هبتالله اطاعت کول واجب بللي وو.
خو د جرمونو نړیوالې محکمې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه د هبتالله اخندزاده او ورسره د هغه د قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
هغه د یادې محکمې له لوري د جندر پالیسۍ پر بنسټ د ښځو، نجونو او نورو کسانو چې د هغه له پالیسیو سره مخالف دي، د سیستماتیک ظلم، بندیز او تبعیضي چلند او همداراز د هغو کسانو پر وړاندې پر ظلم تورن دی چې د ښځو او نجونو ملاتړي بلل شوي او د طالبانو له پالیسیو سره مخالف دي.