شکریه بارکزۍ: د افغانستان د ځینو برخو د له لاسه ورکولو جدي احتمال شته

2 Min Read

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې غړې، شکریې بارکزۍ د پنجشنبې په ورځ د دې جرګې د پخواني غړي، سید مصطفی کاظمي د وژنې د ۱۹م تلین په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د شته ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، د نورو هېوادونو په ګټه د افغانستان د خاورې د ځینو برخو د له لاسه ورکولو جدي احتمال شته.

بارکزۍ د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او ملي واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره د سیاسي ځواکونو او خلکو پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

بارکزۍ همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان سیاسي فعالان، که څه هم له هېواده بهر ژوند کوي، خو لا هم له خپلې خاورې او خلکو سره ژورې اړیکې لري.

هغې وویل: “موږ لا هم د هغو خلکو اوچت غږ یو چې د افغانستان په دننه کې په بند کې دي او نه شي کولای خپل غږ پورته کړي.”

هغې څرګنده کړه چې افغانستان به یوه ورځ په ازاد، پیاوړي او باثباته هېواد بدل شي؛ داسې هېواد چې کورنۍ په کې نور د جګړو او تاوتریخوالي قرباني نه شي.

خو بارکزۍ دا ونه ویل چې د کوم ګاونډي هېواد په ګټه او د افغانستان د کومو سیمو د لاسه تلو جدي احتمال شته دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ