نانسي مېس: امریکا باید هیڅکله طالبان په رسمیت ونه‌پېژني

2 Min Read

د امریکا د استازو جرګې غړې، نانسي مېس د امریکا لخوا د طالبانو رسمیت پېژندلو سره مخالفت وښود او دغې ترهګرې ډلې ته د مشروعیت ورکړې لپاره هر ډول هڅه یې خطرناکه وبلله.

نانسي مېس د ترهګرو دولتونو د رسمیت پېژندنې د مخنیوي طرحې ته په اشارې وویل چې طالبان باید هیڅکله د امریکا لخوا په رسمیت ونه‌پېژندل شي.

د امریکا د استازو جرګې دغې جمهوري غوښتونکې غړې، دوه کاله مخکې د لومړي ځل لپاره کانګرس ته د ترهګرو دولتونو د رسمیت پېژندنې د مخنیوي په نوم یوه لایحه وړاندې کړې وه چې دا لایحه د تصویب په صورت کې د امریکا له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخه نیولی شي.

مېس په خپلې اېکس‌پاڼه یوځل بیا دغې طرحې ته په اشارې ویلي، د دې طرحې پر بنسټ به طالبان له ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه ډلبندي شي.

هغه وايي، د دې لایحې له‌مخې به د امریکا فدرالي ادارې د طالبانو له رسمیت پېژندلو څخه منع شي.

نانسي مېس ویلي: “دا لایحه یوه روښانه سره کرښه وباسي او په ښکاره توګه اعلانوي، چې طالبان به هېڅکله، نه اوس او نه په راتلونکي کې، د امریکا له‌خوا د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت ونه‌پېژندل شي.”

نانسي مېس د تېر کال د لیندۍ په میاشت کې د دویم ځل لپاره دا لایحه کانګرس ته وړاندې کړې وه.

که د کانګرس د دوه کلنې دورې تر پایه یوه لایحه د دواړو جرګو له‌خوا تصویب نه‌شي، نو په اتوماتیک ډول باطلېږي.

د امریکا دولت تر دې دمه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

که څه هم د دغه هېواد د فدرالي څېړنو اداره یا اېف‌بي‌ای ترهګري د افرادو یا ډلو له‌خوا د تاوتریخوالي او جرمي اعمالو په توګه تعریفوي، خو طالبان لا هم یوه بلواګره ډله ګڼي، نه یوه ترهګره ډله.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply