حقاني طالبانو ته: خپلې دندې په اخلاص، صداقت او مسوولیت‌ سره ترسره کړﺉ

2 Min Read
Taliban Interior Minister Sirajuddin Haqqani participates in a conference during the reading of the official decree of the Islamic Emirate of Afghanistans (IEA) supreme leader on the ban of poppy cultivation and all kind of narcotics, in Kabul on April 3, 2022. (Photo by Ahmad SAHEL ARMAN / AFP) (Photo by AHMAD SAHEL ARMAN/AFP via Getty Images)

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پرمهال له سیمه‌ییزو چارواکو او دیني عالمانو سره په لیدنه کې ویلي چې د مسوولیتونو د منلو اصلي موخه باید خلکو ته خدمت کول وي، نه د لوړو مقامونو او مادي امتیازاتو ترلاسه کول.

هغه وايي: “هغه کسان چې په دولتي ادارو کې مسوولیتونه پر غاړه اخلي، باید خپلې دندې د شخصي ګټو، امتیازاتو او مقام ترلاسه کولو لپاره ونه ګڼي، بلکې د خلکو د ستونزو هوارول او د خپلو دندو په ترسره کولو کې اخلاص خپل لومړیتوب وګرځوي.”

حقاني زیاته کړې، هر مسوول باید خپلې شرعي او اداري دندې په اخلاص، صداقت او مسوولیت‌ سره ترسره کړي او د خپلو چارو پر وړاندې بې‌پروايي او ناغېړي ونه کړي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د مسوولانو په دندو کې ناغېړي او د مسوولیتونو نه پر ځای کول د نظام پر انسجام، اداري نظم او د حکومتولۍ پر وړتیا منفي اغېز کولی شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې د اداري اصلاحاتو، د مسوولانو د کاري وړتیا، حساب‌ورکونې او د دولتي خدماتو د کیفیت په اړه بېلابېلې نیوکې او بحثونه مطرح دي.

د نوموړي په وینا، د دولتي مسوولیتونو ارزښت باید د خلکو د خدمت او د دندو د سم ترسره کولو له مخې وارزول شي، نه د مقام او شخصي امتیازاتو له مخې.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ