قزاقستان وايي، د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستل د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندنې معنا نهلري.
د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، یرکین توکوموف له رسمیت پېژندنې پرته تعامل پر تګلارې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم پېچلی دی.
د کازانفورم خبري اژانس د راپور له مخې، هغه د قزاقستان د هغې دریځ په اړه چې طالبان په رسمیت نه پېژني، وویل چې آستانه په دې برخه کې په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سره سم عمل کوي.
هغه د افغانستان پېچلو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو ته په اشارې وویل چې د تېرو لسیزو تجربې ښودلې چې په دې هېواد کې هر ډول اقتصادي، بشري یا بنسټیزه تشه په ناوړه او ویجاړوونکو بهیرونو ډکېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې له افغانستان سره مرسته د ټولې سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره یو عملي او اغېزناک وسیله ده او په وینا یې په قانوني اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان شاملول یوازېنۍ اغېزمنه لاره ده چې د نشهيي توکو قاچاق، ناقانونه کډوالي او پولې هاخوا ترهګري ودرول شي.
قزاقستان په ۲۰۲۴ میلادي کال کې طالبان د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه وایستل.
یاده دې وي چې روسیه یوازېنی هېواد دی چې د وسلهوالو طالبانو رژیم یې په رسمیت پېژندلی او تر دې دمه بل کوم هېواد ورته ګام نهدی اخیستی.