د وسله والو طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبان باید له افغانانو سره ناوړه چلند ونه کړي.
سراج الدین حقاني د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې د پخواني حکومتي چارواکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی دی.
هغه وويل: “مونږ دا مهال واکمنان یو باید له خلکو سره د مور او میرې چلند ونه کړو.”
حقاني ویلي، که څه هم ځینو کسانو د دغه په خبره د جمهوري نظام پر مهال ډېر بد چلند هم کړی وي، باید د پخوانیو کړنو له امله ونه ګواښل شي.
هغه یوځل بیا د دې ډلې د مشر، ملاهبت الله د عمومي عفوې پر عملي کولو ټینګار وکړ.
حقاني زیاته کړې: “دا اسلامي اخلاق نه دي چې د ټولبښنې وروسته هم پخواني چارواکي وګواښئ.”
له تېرو نږدې پنځو کلونو راهسې طالب چارواکي د عمومي عفوې په اړه څرګندونې کوي، خو لا هم د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو لخوا د پخوانيو نظامیانو نیولو د دوام او د هغوی د شکنجه کولو په اړه اندېښنې ښيي.
که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې مولوي هبت الله خپلو مخالفانو ته عمومي عفوه وکړه، خو بیا هم ځینې وختونه د پخواني نظام کارمنان په تېره بیا نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي