یعقوب مجاهد: په افغانستان کې د تخریبي فعالیتونو ډلې نشته

2 Min Read

د طالبانو د دفاع وزیر، ملایعقوب مجاهد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان امن دی او په وینا یې، په دغه هېواد کې داسې هېڅ ډله حضور نه لري چې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي یا د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

په همدې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني بیا ویلي: “موږ د هېچا لپاره ګواښ نه یو.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د وسله‌والو او ترهګرو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه په وار وار اندېښنې څرګندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې په خپل وروستي راپور کې بیا ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، القاعده، داعش خراسان او یو شمېر نورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې شته.

د دغه راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې سیمه‌ییزې او نړیوالې وسله‌والې ډلې فعالې دي.

ورته مهال، پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان غړي د افغانستان له خاورې په دغه هېواد کې بریدونه تنظیموي؛ خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو موضوع د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د اختلاف او ترینګلتیا له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ