د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو رژیم نه پاتې کېږي او سقوط به وکړي.
هغه وویل: “نه پوهیږم د طالبانو دې نظام ته څه ووایم، رژیم یې وبولو، امارت یې وبولو، دا هم نه پاتې کېږي، دا به هم تېر شي.”
دوستم پنجشنبې په ورځ د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګي د پخواني غړي، سید مصطفی کاظمي او یو شمېر نورو وکیلانو د وژنې د تلین مراسم کې وویل چې د طالبانو رژیم پایښت نه لري.
عبدالرشید دوستم زیاتوي، افغان ځوانان ورځ تربلې ډېره پوه او لوستي کېږي او افغانان به هيڅکله د هغو کسانو وینه هېره نه کړي چې د افغانستان د ازادۍ په لار کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوستم په وروستیو میاشتو کې څو ځله پر طالبانو سختې نیوکې کړې دي.
هغه د وږي په ۲۲مه خبرداری ورکړی و چې که طالبان خبرو اترو ته غاړه کېنږدي، داسې جګړه به پیل شي چې کنټرولول به یې ستونزمن وي.
دوستم دغه راز تېره میاشت هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو مالي او سیاسي فشارونه زیات کړي او دې ډلې ته خپلې مستقیمې مرستې بندې کړي.