امرالله صالح د وسله‌والو طالبانو په زندانونو کې د سیاسي بندیانو مبارزه وستایله

3 Min Read
Amrullah Saleh (ehem. Leiter des National Directorate of Security, Afghanistan)

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د وسله‌والو طالبانو په زندانونو کې د سیاسي بندیانو مبارزه وستایله او ویې ویل، سیاسي بندیان د طالبانو په وېرونکي او غیرانساني زندانونو کې دي.

هغه دغه زندانیان اراده لرونکي‌ انسانان وبلل چې د د وطن حیثیت راګرځولو لپاره د مبارزې له امله د طالبانو په زندانونو کې دي او په وینا یې چې طالبان په افغانستان کې د پنځو ناورینونو لامل دي.

د هغه په خبره، د دغه ناورینونو حل د زرغون بهیر د مبارزې یوه برخه جوړوي او ټینګار کوي چې طالبان د ملي نفاق، د ملي او نړیوال مشروعیت د ناورین او د ترهګرو ډلو د کوربه‌توب سرچینه ده.

صالح، طالبان د دغه ناورینونو مسوول وبلل او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ولس د دغه ناورینونو په رامنځته کولو کې هېڅ رول نه‌لري او په وینا یې تر هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن وي؛ د دې تمه نه‌شته چې د نړۍ سیاست د افغانستان په اړه د ترهګرۍ، جرمونو او کډوالۍ له بحثونو هاخوا ولاړ شي.

اخوا د وسله‌والو طالبانو سرسخته مخالف او د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر، عبدالرشید دوستم د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان پر روان وضعیت سخته اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که طالبان خپل سیاستونه بدل نه‌کړي، نو هېواد به یوځل بیا د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځي.

دوستم له طالبانو غوښتي چې د بحران د مخنیوي لپاره له خپلو مخالفینو او سیاسي اپوزیسیون سره سمدستي خبرې اترې پیل کړي.

هغه وویل چې دی په خپله بیا په واک کې د شریکېدو غوښتونکی نه‌دی، خو د هېواد د یوه زړه سوانده مشر په توګه د خلکو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی او ده پر طالبانو نیوکه وکړه چې په بدخشان او تخار ولایتونو کې یې د معترضانو د ځپلو لپاره لښکرکشي کړې او ټینګار یې وکړ چې دا ډول کړنې د دوی په خپلو لیکو کې هم د بې‌باورۍ فضا رامنځته کوي.

عبدالرشید دوستم زیاته کړې چې افغانستان دا مهال له ژور سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بحران او نړیوالې انزوا سره مخ دی چې له امله یې د خلکو ژوند لا پسې سخت شوی دی.

د نوموړي په وینا، که د طالبانو غیرقانوني واکمني او پر خلکو فشارونه همداسې دوام ومومي، نو افغانستان به یوځل بیا د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو پر ډګر بدل شي او د ترهګرۍ د خپرېدو خطر به زیات شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply