د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر، داوود ناجي د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیحالدین فطرت د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د طالبانو پر وړاندې مبارزه یوه انساني دنده او مسوولیت دی.
داوود ناجي، طالبان نامشروع رژیم بولي او وايي چې دغه ډله د افغانستان د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي او هېواد یې له نړیوالې انزوا سره مخ کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه یوازې سیاسي مخالفت نه، بلکې د بشري حقونو، ازادۍ او د خلکو د اساسي حقونو د دفاع په موخه یو انساني مسوولیت دی.
ناجي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې د طالبانو د مخالفو جبهاتو غړي افغانان نه دي.
فطرت د مخالفو ډلو د هویت په اړه داسې څرګندونې کړې، خو د ازادۍ جبهې او نورو مخالفو ډلو له لوري د طالبانو پر وړاندې د مبارزې اصلي لاملونه د سیاسي حقونو، مدني ازادیو او د اوسني وضعیت پر وړاندې مخالفت بلل کېږي.
د یادونې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان یو شمېر سیاسي او نظامي مخالفې ډلې، په ځانګړې توګه د افغانستان د ازادۍ جبهه، ملي مقاومت جبهه او متحده جبهه د طالبانو پر وړاندې وسلهوال مخالفت کوي.
بل لور ته، د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه، د سیاسي مشارکت نشتوالی او د مدني ازادیو محدودول د طالبانو د حکومت پر وړاندې د کورنیو او نړیوالو نیوکو له مهمو موضوعاتو څخه دي.