د طالب وزیر ادعا: په افغانستان کې قومپالنه، سمتپالنه او تبعیض نشته

1 Min Read

د طالبانو د قومونو او قبایلو وزیر، نورالله نوري ادعا کړې چې په افغانستان کې قومپالنه، سمتپالنه او تبعیض نشته او ټول افغانان د دوی د اسلامي نظام تر چتر لاندې یو موټی دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ د زابل ولایت له یو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې له نږدې۵۰ کلونو وروسته په افغانستان کې د بیارغونې او پرمختګ لپاره فرصت برابر شوی او خلک باید له دغه فرصته ګټه واخلي او د هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.

یاد وزیر دغه راز ادعا کړې چې پنځه کاله وروسته به افغانستان د نړۍ له لویو قدرتونو سره سیالي وکړي.

هغه له افغانانو وغوښتل چې “عجله مه کوﺉ، صبر به کوﺉ.”

نوري وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د اقتصادي ودې، بیارغونې او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي..

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو چارواکي په وار وار په افغانستان کې د قومي یووالي او تبعیض د نشتوالي خبرې کوي، خو د هېواد د بېلابېلو قومونو د سیاسي ګډون، په دولتي ادارو کې د ونډې او د متوازن پرمختګ په اړه نیوکې او بحثونه لا هم دوام لري.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ