اسد قیصر: په جرګو د پاکستان او افغانستان د ستونزو حل غواړو

3 Min Read

د پاکستان د ملي اسمبلې او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف غړی، اسد قیصر وايي، افغانستان سره د پولو په تړل کېدو سره د پښتونخوا د خلکو اقتصادي  وضعیت خراب شوی دی.

هغه په عمومي اسمبله کې د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه چې د پېښور سوداګر څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي کولای شي؟

هغه وايي: “زموږ لپاره که کوم فرصت شته، هغه افغانستان او منځنۍ اسیا ده. تاسو زموږ له افغانستان سره پوله وتړله او سوداګري مو بنده کړه، چې له امله یې په پېښور کې موجود صنعتونه له ستونزو سره مخ او کمزوري کېږي. مهرباني وکړئ زموږ سره دا ظلم مه کوئ او له موږ سره سیاسي غچ مه اخلئ.”

هغه مرکزي حکومت وننګوه چې له هند سره سوداګریزې اړیکې پالي، خو افغانستان سره یې پولې تړلې دي.

قیصر زیاتوي: “تاسو له هند سره سوداګري کوئ که نه کوئ، د واګه پوله مو پرانیستې ده که نه ده پرانیستې، او حتی له ایران سره د جګړې په شرایطو کې هم سوداګري روانه ساتئ.”

اسد قیصر دغه راز وویل، که ایران او امریکا خپلې ستونزې حلولی شي، نو افغانستان او پاکستان یې ولې نه‌شي حلولی.

نوموړي وړاندیز وکړ چې چمتو دي د افغانستان او پاکستان ستونزې د جرګو له لارې حل کړي.

د هغه په خبره: که امریکا او ایران کولی شي چې دومره لویې شخړې د خبرو له لارې حل کړي، نو تاسو هم د ډیپلوماتیکو لارو خپل دریځ وړاندې کړئ. د سفارتي چینلونو څخه کار واخلئ. که هغوی دا کار نه شي کولای، موږ چمتو یو چې د جرګو له لارې خپلې ستونزې او معاملې حل کړو. خو مهرباني وکړئ موږ ته د سوداګرۍ اجازه راکړئ او د کار او روزګار فرصتونه مه را څخه اخلئ.”

د افغانستان او پاکستان پولې د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د څو نښتو له کبله له میاشتو میاشتو راهیسې تړلې دي او دا مهال سوداګري، تګ راتګ او هر راز راکړه ورکړه بنده شوې ده.

د دواړو لوریو ترمنځ د حل لپاره څو ځله په عربي هېوادونو، چین او ترکیه کې ناستې وشوې، خو تر دې دمه یې د حل لپاره کوم ګام نه‌دی اخیستل شوی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply