امیرخان متقي: له لوړو زده‌کړو د نجونو محرومیت په رښتیا هم یوه ستونزه ده

2 Min Read

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي وايي، له منځنیو او تر هغو لوړو زده‌کړو څخه د نجونو محرومیت په رښتیا هم یوه ستونزه ده او دوی به په دې اړه غور وکړي.

متقي بي‌بي‌سي ته ویلي: “له درې میلیونو ډېرې نجونې د هېواد په لومړنیو ښوونځیو او دیني مدرسو کې زده‌کړې کوي. د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند باید د لوېدیځو دودونو او فرهنګ له عینکو ونه کتل شي.”

امیرخان متقي وايي، د اسلامي او لوېدیځې نړۍ هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو حکومتونو او دیني عالمانو هم له دې ډلې غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې په کې له منځنۍ کچې پورته ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته د تګ اجازه نه لري.

نوموړي د خپلې مرکې په بله برخه کې ادعا وکړه چې د افغانستان ډېر خلک د طالبانو له رژیم څخه خوښ دي او د همدې لپاره امنیت لا هم ټینګ دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د دې ډلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې شوې دي او له اروپايي هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې هم پرمختګونه شوي دي.

هغه وايي، په ځینو اروپايي هېوادونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دیپلوماتیکې استازولۍ فعالې شوې دي او د دې ډلې دیپلوماتان هم دغو هېوادونو ته استول شوي دي.

متقي وویل، د طالبانو رسمي پېژندنه ورته مهمه ده او په دې برخه کې د روسیې اقدام مثبت تحول بولي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply