ملګري ملتونه: په افغانستان او نړۍ کې د خبریالانو خوندیتوب باید د ټولو ګډ لومړیتوب وي

1 Min Read

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، رباب فاطمې ویلي، د هغو نارینه او ښځینه خبریالانو خوندیتوب او امنیت چې خپل ژوند یې د حقیقت موندنې او خپرولو ته وقف کړی، باید په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ټولو ګډ لومړیتوب وي.

هغې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی دی.

مېرمن فاطمې په ایکس شبکه کې ویلي، د خبریالانو کار د خبرو اترو، سولې او ښې حکومتولۍ په پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري.

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ هر کال د نومبر په دویمه نېټه نمانځل کېږي.

د دې ورځې موخه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښونو او وژنو د مخنیوي او د دغو جرمونو د عاملانو د حساب ورکولو او عدالت غوښتنې لپاره د نړیوال پوهاوي لوړول دي.

دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د خبریالانو خوندیتوب، د بیان ازادي او خلکو ته د کره معلوماتو رسول د یوې عادلانه او باخبره ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ