احمد مسعود: افغانان د ازادۍ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي

2 Min Read

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر وايي، د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د ولس د ارادې د حاکمیت لپاره به خپلې مبارزې او ژمنې ته دوام ورکړي.

احمد مسعود وایي چې افغانان دا مهال د ځپنې، محرومیت او بې‌عدالتۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي.

هغه د محرم د لسمې ورځې یا عاشورا په مناسبت ویلي چې د امام حسین پاڅون د ظلم پر وړاندې د درېدو، ویښتیا او زړورتیا درس ورکوي.

احمد مسعود وویل، عاشورا د دې حقیقت یادونه کوي چې هېڅ زور او استبداد د انسان عزت نه شي تر پښو لاندې کولی او د ظلم پر وړاندې درېدل یوازې یو انتخاب نه، بلکې ایماني، انساني او تاریخي مسوولیت دی.

مسعود وايي، امام حسین په خپلې مبارزې ثابته کړه چې حق، که هر څومره یوازې هم وي، حق پاتې کېږي او باطل، که د قدرت پر ګدۍ هم ناست وي، بیا هم باطل دی.

هغه د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي چې د عاشورا پیغام نن هم د افغانانو لپاره د مسوولیت، ویښتیا او د ظلم پر وړاندې د مقاومت الهام‌بخښونکی پیغام لري.

نوموړي زیاته کړې: “عزت هغه وخت مانا پیدا کوي چې انسان د ظالم د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د حق ملاتړ وکړي.”

د یادي جبهې مشر د امام حسین او د هغه د ملګرو یاد تازه کړی او د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د افغانستان د خلکو د ارادې د حاکمیت لپاره یې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply