په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي، پر خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو له امله ۱۳ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
دغه بنسټ ویلي، دا بریدونه چې د شپې لخوا ترسره شوي؛ په وژل شویو او ټپیانو کې زیاتره ښځې او ماشومان شامل دي.
یوناما زیاتوي، په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لا هم جدي دي او اړینه ده چې ټولې خواوې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
ملګرو ملتونو دغه راز له اړوندو خواوو د تاوتریخوالي د کمښت، دایمي اوربند، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د لارو د بیا پرانیستلو او د بشري مرستو د اسانتیا لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
یوناما ټینګار کوي چې د اختلافاتو د حل لپاره باید سیاسي او ډیپلوماټیکه لاره غوره شي.