طالبان: له خبریالانو او رسنیو سره مو هیڅ ستونزه نه ده رامنځته شوې

3 Min Read

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ادعا کوي چې تر اوسه د دغه وزارت له خبریالانو او رسنیو سره هیڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې او که رسنۍ سرغړونې وکړي، د وزارت او رسنیو ترمنځ په همغږۍ یې ستونزې حل شوي دي.

د دې وزارت ویاند، خبیب غفران دغه څرګندونې دوشنبه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیویي پیغام کې کړي او وايي، هڅه کوي چې د افغانستان رسنیزه برخه د اوسنیو شرایطو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره مدیریت کړي.

غفران وویل: “موږ داسې موضوع نه لرو چې د خبریالۍ په برخه کې له کوم خبریال یا رسنۍ سره ستونزه رامنځته شوې وي، خو که د رسنیو له لوري سرغړونې کېږي، دا موضوع د رسنیو په همغږۍ او د وزارت له لوري هغوی ته د معلوماتو په ورکولو سره په همغږې توګه حل کېږي.”

نوموړي دغه راز ادعا کړې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په موخه یې له بېلابېلو ادارو سره همغږي کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د ملاتړ بنسټونو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو د سانسور او محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې طالبان له رسنیو څخه د خپلو تبلیغاتي موخو لپاره کار اخلي.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) په راپورونو کې د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیولو او په توقیف ځایونو کې د هغوی د ساتلو پېښې ثبت شوې دي.

ملګرو ملتونو هم په وار وار د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ښځینه خبریالانو کاري وضعیت یې د اندېښنې وړ بللی دی.

خو طالبانو بیا ادعا کړې چې د دوی تر واکمنۍ لاندې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې هیڅ ستونزه موجوده نه ده.

په همدې حال کې د بې‌پولې خبریالانو بنسټ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نومونه د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړي چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶م کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو پر هغو تګلارو نیوکه کړې چې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او همداراز یې په امریکا کې دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته د خبریالانو د لاسرسي د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ