امیرخان متقي: له هېوادونو دا توقع نه‌لرو چې پر مونږ ګلان وشیندي

2 Min Read

د وسله‌والو طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د کابل په یوې دیني مدرسه کې زده‌کوونکو ته په خپله وینا کې وویل، له هغو شاوخوا ۵۰ هېوادونو سره له ۲۰ کلنې جګړې وروسته دا تمه نه‌لري چې اوس پر دوی ګلان وشیندي.

متقي وویل، سره له دې چې له هغو شاوخوا پنځوسو هېوادونو چې ورسره ۲۰ کاله جنګېدلي تمه نه‌لري، خو بیا یې هم خپل بهرنی سیاست بریالی وباله او زیاته یې کړه: “له دنیا سره، سره له دې چې ۲۰ کاله له شاوخوا ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو، نن باید توقع ونه‌کړو چې هغه هېوادونه دې پر موږ ګلان وشیندي، خو با وجود له دې هم په سیمه کې یوازې یو هېواد پاتې دی چې هلته موږ سفارت نه‌لرو”.

هغه زیاته کړه، په سیمه کې له یوه هېواد پرته په نورو ټولو کې سفارتونه لري او په وینا یې: “که څوک ورسره اړیکې نه‌غواړي هغه د هغوی کار دی”.

نوموړي د دغه هېواد نوم وانخیست، خو د افغانستان په شمال او په منځنۍ اسیا کې تاجکستان یوازنی هېواد دی چې په‌کې د افغانستان سفارت د تېر جمهوري نظام د سفیر له لوري اداره کېږي او تاجکستان هم سره له دې چې له طالبانو سره د اړیکو رغولو ته چندانې لېوالتیا نه‌لري، په سرحدي سیمو کې له خپل امنیت څخه هم ډاډمن نه‌دی.

متقي یادو زده‌کوونکو پر ویښتیا له ټينګار سربېره هغو ته په خطاب کې وویل: “تاسې باید همېشه داسې ویښ او بیداره واوسئ چې د دنیا له حالاتو باخبره واوسئ، څو ایندې ته اماده‌ګي ولرئ، څو بیا ورسره سمه مقابله وکړای شئ.“

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply