زلمي خلیلزاد: پاکستان له امریکا سره دوه ګونی سیاست مخته وړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد پر ایکس‌پاڼه ویلي، که راپورونه سم وي چې پاکستان د ایران یوشمېر پوځي الوتکو ته پټه پناه ورکړې، نو دا د تعجب وړ نه‌ده، ځکه پر وینا یې اسلام‌آباد په تېرو څلور لسیزو کې له امریکا سره هممهاله همکاري لرلې او پر ضد یې هم عمل کړی دی.

هغه وايي، د پاکستان پوځي مشران د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو آسانولو او د ډونالډ ټرمپ سره په نږدې کېدا کې رول لرلی، خو راپورونه ښيي چې یوشمېر ایرانیو الوتکو ته اجازه ورکړ شوې چې د امریکا ممکنه بریدونو مخنیوي لپاره په یوه پټه پاکستانۍ پوځي اډه کې ځای پر ځای شي.

نوموړي ویلي، د پاکستان دا دوه‌ګونی سیاست نوی نه‌دی.

د هغه په خبره، پاکستان په تېرو وختونو کې هم امریکا ته ډاډ ورکړی و چې د اتومي وسلو د جوړولو هیله نه‌لري، خو خپل اتومي پروګرام یې روان وساته.

خلیلزاد دا هم ویلي، پاکستان د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته له یوې‌ خوا له امریکا سره په افغانستان کې همکاري کوله او له بلې‌خوا یې د هغو ډلو ملاتړ کاوه چې د امریکایي ځواکونو پر ضد په جګړه کې وو.

هغه همدارنګه د اسامه بن لادن د شتون یادونه کړې او څرګندوي چې د القاعدې دا مشر د پاکستان د یوه پوځي مرکز په نږدې کې کلونه پټ و چې د امریکا ځانګړو ځواکونو پر نښه کړ.

اخوا د امریکا د سنا مجلس غړي لېنډسي ګراهام ویلي، که هغه راپورونه سم وي چې ګواکې ایران خپلې ځینې پوځي الوتکې پاکستان ته لېږدولي، نو د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي په توګه د پاکستان رول باید له سره وارزول شي.

ګراهام دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې سي‌بي‌اېس خبري شبکې راپور ورکړ، ایران د جګړې له احتمالي خطرونو د خوندي پاتې کېدو لپاره خپلې یو شمېر پوځي الوتکې پاکستان ته انتقال کړې دي.

تر دې وړاندې سي‌بي‌اېس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولې دي، څو د احتمالي بریدونو له خطره خوندي پاتې شي. خو پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې او طالبانو هم ویلي چې په افغانستان کې هېڅ ایراني الوتکه نه ده ځای پر ځای شوې.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply