آر ایس ایف: هبت‌الله، ټرمپ او پوتین د رسنیو ازادي محدوده کړې

2 Min Read

د بې‌پولې خبریالانو سازمان(آر ایس ایف) وايي، د طالبانو مشر، هبت‌الله اخندزاده، د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین او د ځینو نورو هېوادونو مشران په خپلو هېوادونو کې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت د ۲۰۲۶م کال هغه راپور خپور کړی چې په کې د رسنیو د ازادۍ محدودوونکي کسان او بنسټونه په ګوته شوي دي.

یاد سازمان، ۳۳ کسان او بنسټونه په سیاسي، امنیتي، قضایي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ډلبندي کړي او تور یې پورې کړی چې د خپلواکو رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو فشارونه واردوي.

نوموړي سازمان په افغانستان کې د رسنیو پر محدودیتونو او په امریکا کې دولتي ادارو ته د خبریالانو د لاسرسي د کمېدو په اړه هم نیوکه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې د رسنیو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې د امریکا درجه ۶۴م مقام ته راټیټه شوې ده.

د راپور په امنیتي برخه کې د اسراییلو پر وسله‌والو ځواکونو او د بنیامین نتانیاهو پر حکومت په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې د خبریالانو سره د چلند له امله نیوکه شوې ده.

دغه راز، د چین کمونېست ګوند او په مکسیکو کې یو شمېر وسله‌والې ډلې هم په دې برخه کې شاملې دي.

دغه راز، په راپور کې د قضایي او اقتصادي وسایلو له لارې د رسنیو د فعالیتونو پر محدودولو او د ژورنالېزم پر وړاندې د خلکو د باور د کمزوري کولو په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ