د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو ځپنه مخ پر زیاتېدو ده او هغوی له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
ګوټېرېش د سهشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ‘ښځې، سوله او امنیت’ غونډه کې افغانستان د مالي، یمن او سومالیا ترڅنګ د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړ چې ښځې او نجونې په کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او حقونه یې تر پخوا ډېر ځپل کېږي.
سرمنشي وویل، ښځې او نجونې لا هم له تاوتریخوالي، تبعیض، محرومیت او ناوړه چلند سره مخ دي.
د ګوټېرېش په وینا، نجونې له زدهکړو محرومېږي چې د دوی بنسټیز حق دی، او ښځینه سیاستوالې، خبریالانې او د بشري حقونو مدافعانې څنډې ته کېږي او په نښه کېږي.
ګوټېرېش د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د پلي کولو لپاره د ملګرو ملتونو له اقداماتو څخه د افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او سوریې د ښځو تر مشرۍ لاندې د سیمهییزو بنسټونو ملاتړ یاد کړ.
هغه خبرداری ورکړ چې د مالي سرچینو کمښت د ښځو او نجونو وضعیت لا خرابوي او د ښځو ځینې سازمانونه یې اړ کړي چې خپل فعالیتونه ودروي.
د ګوټېرېش په وینا، د کلینیکونو او خوندي ځایونو تړل کېدل او د حیاتي بشري مرستو له لاسه ورکول د بودجې د کمښت له پایلو څخه دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، په داسې حال کې چې تېر کال د نړۍ پوځي لګښتونه نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي، بشري مرستې لا هم په پراخه کچه کمېږي.
هغه له هېوادونو وغوښتل، چې د پرمختیايي مرستو په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او په جګړه ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو د ملاتړ کوونکو سازمانونو تمویل سمدستي بېرته پیل کړي.