پاکستانی استازی: هند په افغانستان کې له ترهګرو ملاتړ کوي

2 Min Read

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازي، عاصم افتخار احمد د هند حکومت تورن کړ چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

هغه وویل: “د هند اصلي موخې په افغانستان کې حتی که د بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تر پوښښ لاندې هم وي، د پاکستان بې‌ثباته کول دي او د دې لپاره یو له وسیلو څخه په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو کارول دي. له څه مودې راهیسې موږ له طالبانو سره د هند نوې لېوالتیا وینو او دغه موضوع زموږ لپاره د پام وړ ده.”

د نوموړي په خبره، د هند په چلند کې دغه بدلون وروسته له هغه راغلی چې پاکستان د افغانستان دننه د وسله‌والو پر پټنځایونو او روزنیزو کمپونو د ترهګرۍ پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړل.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې ۳ زره او ۶۸۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

انتونیو ګوترېش په تازه خپور شوي راپور کې، چې د فبرورۍ له لومړۍ څخه د اپرېل تر ۳۰مې پورې د افغانستان وضعیت ارزوي، راغلي چې د امنیتي پېښو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۷ سلنه زیات شوی دی.

هغه په خپل راپور کې ویلي چې د داعش خراسان څانګې، که څه هم د راپور تر پوښښ لاندې موده کې د طالبانو پر ضد د کوم مهم برید مسوولیت نه دی منلی، خو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د ارزونې له مخې لا هم په افغانستان کې خپل عملیاتي او جګړه‌ییز ظرفیتونه ساتلي دي.

د راپور له مخې، داعش خراسان لا هم د فعالیت او د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري چې دا موضوع د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې ژوندۍ ساتي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply