له افغانستان څخه د طالبانو یو پلاوی جرمني ته رسېدلی دی.
د جرمني د “این ډي آر” تلوېزیون د راپور له مخې، طالبانو د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو او د هغوی د هویت او سفر د اسنادو د برابرولو لپاره درې کسیز پلاوی د چهارشنبې په ورځ دې هېواد ته استولی دی.
دغه پلاوی اوسمهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ بن او مونشن ته هم ولاړ شي او ټاکل شوې شاوخوا درې اونۍ په دغه هېواد کې پاتې شي.
یاد طالب پلاوی له کابل څخه تر وتلو وروسته په دوحه کې تم شوی و او هلته د جرمني په دیپلوماتیکه استازولۍ کې ورته د دېرشو ورځو اعتبار لرونکي ویزې ورکړل شوې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام د دغه پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې د دوی ماموریت افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو له پلان سره تړاو لري.
د یاد وزارت په وینا، د پلاوي یوه مهمه دنده د هغو اسنادو برابرول دي چې طالبان یې د اعتبار وړ ګڼي.
د دې سفر موخه د هغو افغانانو هویت تثبیتول دي، چې جرمني غواړي افغانستان ته یې ستانه کړي او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره اړین تخنیکي شرایط برابر شي.
د جرمني حکومت وايي، د همدې موخې لپاره د طالبانو یو تخنیکي ملاتړ کوونکی ټیم په لنډمهاله توګه جرمني ته داخل شوی دی.
تېر کال هم د طالبانو دوه کونسلي چارواکي جرمني ته داخل شوي وو. له دغو کسانو څخه یو اوس په عملي ډول په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي او بل په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ مشري کوي.