د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر او ویاند، عبدالله خنجاني وايي، د ډېری هېوادونو وروستۍ پرېکړه دا ده چې د افغانستان څوکۍ به په ملګرو ملتونو کې هيڅکله طالبانو ته ورنه کړل شي.
خنجاني د سېشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له یو شمېر غړو سره یې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.
د نوموړي په باور، نړیواله ټولنه به طالبان هيڅکله د افغانستان د استازو په توګه په رسمیت ونه پېژني.
خنجاني زیاته کړې چې دا ډاډ د یوه آزاد افغانستان او د طالبانو پر وړاندې د ډیموکراتیک اپوزیسیون لپاره لویه هیله ده.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب نصیر احمد فایق کوي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې هڅې کړې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.
طالبانو سهېل شاهین د ملګرو ملتونو څوکۍ لپاره نومولی دی او په ځلونو یې هڅه کړې چې دغه څوکۍ ترلاسه کړي.