د افغانستان د مخکېني ولسمشر مرستیال، امرالله صالح هندوکش ته د صالح محمد ریګستاني د بېرته ستنېدو په غبرګون کې هغه د زړورتیا او سرښندنې سمبول بللی دی.
صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: “ریګستاني له دې وړاندې هم د جهادي او مقاومت د مخینې لرونکي شخصیت په توګه پېژندل کېده، خو هندوکش ته یې بیا حضور او له وسلهوالې مبارزې سره یوځای کېدل ښيي چې هغه د دې لارې د دوام هوډ لري.”
صالح وویل چې د هرې مبارزې بنسټ اراده ده او ریګستاني د بېرته مبارزې ډګر ته په راتګ سره اوږده لار وهلې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د صالح محمد ریګستاني یوه ویډیو خپره شوې چې په کې نوموړي هندوکش ته د خپل بېرته ستنېدو او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د فعالیتونو د دوام خبر ورکړی دی.
ریګستاني په دې ویډیو کې وسلهواله مبارزه د طالبانو پر وړاندې د مبارزې له لارو څخه یوه بللې ده.
هغه په ویډیو کې پوځي جامې هم اغوستې دي.