امرالله صالح: د پاکستان او طالبانو څرګندونې د باور وړ نه‌دي

1 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي، پاکستان او طالبان دواړه د باور وړ نه‌دي.

هغه پر خپل ایکس لیکلي، د افغانستان اړوند روان کړکېچ او پېښو د سم درک لپاره باید د پاکستان او طالبانو ادعاوې په احتیاط وڅېړل شي، ځکه د دواړو لورو څرګندونې د باور وړ نه دي.

هغه وویل، هره هغه ادعا چې پاکستان یې کوي باید د درېیو خپلواکو سرچینو له لارې وڅېړل شي او له تایید وروسته هم باید پرې شک موجود وي.

صالح د طالبانو د څرګندونو په اړه هم ویلي: “کله چې طالبان کومه ادعا کوي، لومړی یې دروغ وګڼئ او بیا هڅه وکړئ معلومه کړئ چې ایا لږ تر لږه یوه برخه یې رښتیا ده که نه.”

د جمهوري نظام دغه پخوانی لوړپوړی چارواکی زیاتوي، چې د افغانستان په اړه د پېښو او تحولاتو د سم تحلیل او روښانه درک لپاره انتقادي او محتاط چلند اړین دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply