د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړی استازی، اصف دُرانی وايي، افغان طالبان له ټيټيپي سره نږدې اړیکې لري، ځکه د هغو د بریدونو غندنه نهکوي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه ویلي، که څه هم د مولانا ادریس وژل کېدل د غندنې وړ عمل دی، خو افغان طالبانو باید په پاکستان کې د ټيټيپي لخوا د ملکيانو وژنې هم په ښکاره توګه غندلې وای.
دُراني د هغو راپورونو یادونه کړې چې ګواکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعیت علمای اسلام له مشر، مولانا فضلالرحمن سره د شیخ ادریس د وژل کېدو په تړاو خواخوږي ښودلې ده.
د اصف دُراني په خبره، طالبانو ته د یوه دیني عالم وژنه د ملکي وګړو تر وژل کېدو مهمه ښکاري.
هغه همداراز له طالبانو غوښتي څو په یوه وخت کې له دواړو لورو د ملاتړ سیاست پای ته ورسوي.
دا ا څرګندونې په داسې حال کې دي چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي، د تحریک طالبان پاکستان مشران او غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.
خو طالبانو دغه ادعاوې تل رد کړي او هغه یې د پاکستان کورنۍ مسله بللې ده.