د وسلهوالو طالبانو په کنټرول کې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په کابل کې به سبا سهشبنه د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په کوربهتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او په لوړه کچه ناسته ترسره شي.
دغه وزارت وايي، په دغه ناسته کې به د ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او اذربایجان د ولسمشرانو د دفترونو تر چتر لاندې د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون وکړي.
په دغه غونډه کې به ګډونوال د سیمهییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت وارزوي.
طالبانو تمه ښودلې او ټينګار یې کړی چې د سیمې په کچه به د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو لپاره نوي فرصتونه پرانېزي.
دغه غونډه داسې مهال په کابل جوړېږي چې دمګړی له روسیې پرته به کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
د یادو هېوادونو له دې مخکې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په شتون اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي څو د دغو ډلو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي.