د افغانستان آزادۍ جبهې تایید کړې چې د چهارشنبې په شپه یې د بدخشان ولایت مرکز فیضاباد ښار کې د طالبانو د والي پر دفتر او د هغه پر امنیتي پوسته راکټي بریدونه کړي دي.
دې جبهې ویلي چې په دغه برید کې د طالبانو څلور غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دې جبهې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له راکټي برید وروسته، د جبهې جنګيالیو د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نښته شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ او په ترڅ کې یې له بېلابېلو وسلو څخه کار واخیستل شو.
یادې جبهې ویلي چې په دغه برید کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په بدخشان کې سیمهییزو سرچینو ویلي چې د فیضاباد ښار کې د ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه د راکټ د لګېدو غږ اورېدل شوی دی.
د سرچینو په وینا، له راکټي برید وروسته شاوخوا ۱۰ دقیقې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
په دې سیمه کې د طالبانو څو امنیتي پوستې شتون لري.