په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیالې وویل، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو او ګډون په برخه کې د افغانستان د څو لسیزو لاسته راوړنې په سیستماتیک ډول لهمنځه وړې دي.
ټامي بروس د امنیت شورا په غونډه کې د افغان ښځو پر کار او زدهکړو محدودیتونه د نه منلو وړ وبلل او د هغو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.
هغې د سېشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې طالبان لا هم ځوانې ښځې له زدهکړو، کاري فرصتونو او مسلکي روزنې څخه محروموي.
ټامي بروس زیاته کړه چې د نړۍ په ډېرو برخو کې ښځې او نجونې، د هغو هېوادونو په ګډون چې د امنیت شورا یې په اړه بحث کوي، له زیات تاوتریخوالي، کار او اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي له سختو محدودیتونو، د ټولنیز ملاتړ له کمښت او له زدهکړو څخه له محرومیت سره مخ دي.
نوموړې ټینګار وکړ چې امریکا د بشري حقونو دفاع او د ښځو او نجونو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ژمنه ده او د هغوی په ټولنیزو، مدني، سیاسي او اقتصادي برخو کې د ګډون له حق څخه ملاتړ کوي.
ټامي بروس د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ښځو د حقونو په اړه خپلې څرګندونې او ژمنې په عملي اقداماتو بدلې کړي.
بروس همدارنګه په جګړهځپلو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو سیمو کې د ښځو او نجونو د ساتنې او مرستې رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ، په ځانګړې توګه د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره.