د وسلهوالو طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت په لوېدیځ هرات کې د حجاب په پلمه د وروستیو تاوتریخجنو اقداماتو ننګه کړې او وايي، په نړۍ کې هر دولت پر وګړو محدودیتونه لګوي.
د دې وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر وویل، که نړیواله ټولنه د تنوع خبره کوي، نو باید دا اصل د اسلامي ټولنو لپاره هم ومني.
خیبر په خپله اېکسپاڼه د حجاب په تړاو په یوې اوږده لیکنه کې په هرات کې له ښځو سره د شوي زورزیاتي له یادونې پرته ویلي، هیڅ دولت مطلقه ازادي نهمني، په نړۍ کې هر دولت پر وګړو محدودیتونه لګوي؛ لکه د مالیې ورکړه، د ټرافیکو قوانین جبري کول.
سیفالاسلام خیبر د پوښتنې په ډول مطرح کوي: “ولې کله چې یو اسلامي دولت د خپل اساسي قانون او ارزښتونو مطابق ځینې ټولنیز او اخلاقي اصول عملي کوي، هغه جبر بلل کېږي، خو د نورو دولتونو اجباري قوانین جبر نه بلل کېږي؟”
هغه ټینګار کوي چې مسلمان اکثریت لرونکی هېواد حق لري چې خپل عامه ژوند د خپل دین له ارزښتونو سره برابر تنظیم کړي؛ لکه څنګه چې لویدیځ هېوادونه خپل قوانین د خپلو فکري ارزښتونو پر بنسټ جوړوي.
خیبر د متنقدینو هغو څرګندونو ته په ځواب کې چې خلک باید د دعوت له لارې اصلاح کړي، وايي، سره له دې چې دعوت د اسلام اساسي اصل دی، خو په هره ټولنه کې یوازې دعوت نهوي قانون هم وي؛ لکه دولت خلکو ته وایي رشوت مه خورئ، خو خو که څوک رشوت وخوري سزا ورکوي.
هغه همداراز د منتقدینو هغه خبرې احساساتي بولي، چې د ډېرې سختۍ له امله خلک له اسلام څخه اوړي او زیاتوي، که کوم محتسب ناسم چلند کوي، باید اصلاح شي، خو دا د فرد تېروتنه ده، نه د اسلام.
هغه ټینګار کوي، که نړیواله ټولنه د تنوع او د ملتونو د خپلواکۍ خبره کوي، نو باید دا اصل د اسلامي ټولنو لپاره هم ومني او په باور یې که فرانسه حق لري خپل سیکولر نظام ولري او امریکا حق لري خپل قانوني نظام ولري، نو افغانستان هم حق لري چې د خپل دیني او کلتوري ارزښتونو مطابق نظام ولري. او دا یې دا د ملي حاکمیت او د ولس د هویت مسئله بللې ده.
طالبانو د غبرګولي په ۱۶مه د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریونوالو مخامخ ډزې وکړې او له امله یې لږ تر لږه د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شوي دي.