د هبت الله اخوندزاده په حکم د کوچني اختر په مناسبت ۴۵۰۰ بندیان خوشې شوي

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د کوچني اختر په مناسبت د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ له زندانونو څخه نږدې لس زره بندیان خوشې شوي یا یې د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی. په دغه شمېر کې ۴۵۹۶ تنه خوشي شوي او د ۴۴۰۷ تنو د بند سزا کمه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د هبت الله اخوندزاده د (۴۴۱۴) شمېرې حکم له مخې پلې شوې ده.

اعلامیه وايي، چې دغه بهیر د طالبانو د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په لارښوونه، د یوې ځانګړې کړنلار له مخې پلی شوی دی.

یاده محکمه وايي، چې په ټولیز ډول ۹۰۰۳ تنه مستحق بندیان له زندانونو ازاد شوي یا یې د سزا موده کمه شوې ده.

له دې ډلې ۴۵۹۶ تنه هغه بندیان دي چې بشپړه بښنه ورته شوې او خوشې شوي دي او ۴۴۰۷ تنو نورو بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د بندیانو د ارزونې او خوشې کېدو لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی و چې مشري یې د دې ډلې د سترې محکمې د قضایي تفتیش عمومي رییس کوله.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply