روسي چارواکي: د داعش خلاف د طالبانو هڅې کافي نه‌دي

2 Min Read

روسي چارواکي وايي، د افغانستان په تړاو د روسیې د سیاست کلیدي ټکو تغییر نه دی کړی او له طالبانو سره په اعتماد ولاړ تعامل په کار دی او دا باید له ضرب الاجل او فشار پرته وي او هغې د داعش خلاف د طالبانو هڅې ناکافي وبللې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازې وویل د روسیې د سیاست کلیدي ټکو تغییر نه دی کړی او له طالبانو سره په اعتماد ولاړ تعامل په کار دی او دا باید له ضرب الاجل او فشار پرته وي.

هغې زیاته کړه، د سیمې ټول هېوادونه او د مسکو فرمټ دې مسئلې ته متعهد دي.

نوموړې وویل: “هر ډول هڅې چې انتخابي عمل وشي، یا مرستې مشروطې شي، دا د افغانستان ستونزو حل لا غځوي.”

هغې دغه راز وویل، د یوناما لپاره باید یو مسوول وټاکل شي، د طالبانو نظریات باید واورېدل شي او د هغوی رضایت هم باید په‌کې وي او په وینا یې افغانستان د ځان‌بسیاینې او ثبات ته د رسېدو لپاره وخت، هڅو او د نړیوالې ټولنې غیرسیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

د روسیې استازې وویل، که څه هم بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي، خو د بیارغونې بهیر او د ستونزو د حل هڅې هم روانې دي. د نوموړي په وینا، د افغانانو ملاتړ باید د سیاسي ملاحظاتو قرباني نه شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply