جنرال سادات: افغانستان د القاعده پر پټنځای او عملیاتي مرکز بدل شوی

3 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوړپوړی جنرال او د متحدې جبهې مشر، سمېع سادات وايي، د طالبانو حکومت افغانستان د القاعده شبکې پر مرکزي پټنځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی.

د هغه په وینا، د شمالي افریقا او منځني ختیځ جنګیالي د کندهار په شاوخوا د القاعده په کمپونو او پوځي مرکزونو کې روزنه ترلاسه کوي او بیا جنګي سیمو ته لېږدول کېږي.

جنرال سادات د غويي ۲۳مه په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: “د طالبانو رژیم افغانستان د القاعده د نړیوالې شبکې په مرکزي پناه‌ځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی. له کندهاره تر ساحل (افریقا) پورې، د القاعده مشران د یوې څو اړخیزې جګړې همغږي کوي چې اوسمهال یې لمن تر سویلي اسیا، منځني ختیځ او افریقا پورې غځېدلې ده.”

د سادات په خبره، القاعده دمګړی په درېیو مهمو برخو کې پر جګړې بوخته ده؛ په هند نیمه وچه کې د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان د عملیاتو ملاتړ کوي، په یمن کې خپل عملیاتي ځواک بیارغوي او د سویل په قبایلي سیمو او د حوثيانو تر نفوذ لاندې سیمو کې ځان ځای پر ځای کوي، او په اسلامي مغرب کې القاعده او جې‌این‌اې‌ایم په ساحل کې په تېزۍ سره پراخ شوي او د مالي او بورکینافاسو دولتونه یې د پاشل کېدو تر پولې رسولي دي.

سمېع سادات وايي، د القاعدې هغه لوړپوړي غړي چې له افغانستان څخه افریقا ته لېږدول شوي، له ۲۰۲۳م کال راهیسې په ساحل کې د وسله‌والو جوړښتونو په بیا تنظیمولو او پیاوړي کولو بوخت دي.

د هغه په باور، دا کار د القاعدې د لوړپوړي مشر ابو محمد المصري په مشرۍ سره پیل شوی دی.

هغه په ډاګه کړې، نړۍ درې لارې لري، یا باید هېڅ ونه‌کړي او د القاعدې د پراختیا ننداره وکړي، یا باید یو نړیوال غبرګون همغږی کړي او یا هم د طالبانو ضد له ځواکونه او سازمانونو څخه ملاتړ وکړي څو په افغانستان کې یو مسوول حکومت د طالبانو ځایناستی شي او القاعدې ته پناه ځای ورکول رد کړي.

طالبانو تراوسه له القاعدې سره د اړیکو د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي، خو تل یې په  افغانستان  کې د ترهګرو شتون رد کړی او دغه راز یې ډاډ ورکړی چې افغان  خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply