هیله نجیب‌الله: له طالبانو سره نږدېوالی د هند تر ټولو ستره تېروتنه ده

2 Min Read

د افغانستان د پخواني ولسمشر، ډاکتر نجیب‌الله لور، هیلې نجیب الله له طالبانو سره د هند پر نږدې اړیکو نیوکه کړې ده.

هغې پر خپل فېسبوکپاڼه لیکلي: “هند داسې ډله په غېږ کې نیولې چې د افغان ټولنې ښځې او نجونې یې له خپلو اساسي بشري حقونو محرومې کړي دي.”

هیلې له طالبانو سره نږدې کېدل د افغانستان په اړه د هند د بهرني سیاست تر ټولو ستره تېروتنه بللې ده.

نوموړې په خپله لیکنه کې د ۲۰۱۲م کال د هند د جیپور ادبي جشن یوه تجربه بیان کړې چې په وینا یې په دې غونډه کې د بریتانیا پخواني سیاستوال، روري سټوارټ د ‘ښو طالبانو’ له ډلې سره د پخلاینې ملاتړ کاوه او ویل یې چې طالبان بدل شوي دي.

نجیب‌الله زیاته کړې په غونډه کې یې له سټوارټ څخه پوښتنه کړې وه چې د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپیر څه دی او څوک یې ټاکي، خو وايي، پوښتنې ته یې ځواب ورنه کړل شو.

هیله زیاتوي، د افغانستان په اړه د هند سیاست په تېرو څلوېښتو کلونو کې تر ډېره د خلکو پر محور ولاړ و، خو له طالبانو سره نږدې کېدل یې ستره تېروتنه ده.

د هغې په خبره، افغانان خپل دوستان پېژني او د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې نه هېروي.

هغې همداراز د ښځو د خوندیتوب او زده‌کړو په برخه کې د هند وضعیت ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د هند دا ډول چلند د حیرانتیا وړ دی.

طالبان د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور شاهپور احمدزی په کابل کې ووژل.

کله چې طالبانو د لومړي ځل لپاره کابل ونیوه، نو ډاکتر نجیب او ورور یې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه راویستل، لومړی یې شکنجه کړل او بیا یې د کابل په اریا چوک کې په عام محضر کې وځړول.

دوی د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ