د انګلستان اړوند رسنۍ، بيبيسي په یوه تازه خپور کړي راپور کې په غور ولایت کې د پراخې بېوزلۍ او بېکارۍ د روان وضعیت په اړه لیکلي چې افغان کورنۍ د سختې مجبورۍ له امله د خپلو لګښتونو برابرولو لپاره د خپلو ماشومانو د پلورلو په ګډون سختو انتخابونو ته اړ اېستل کېږي.
د یاد ولایت یو اوسېدونکي سعید احمد ویلي، هغه اړ شو چې خپله پنځه کلنه لور شایقه وروسته له هغې وپلوري چې نوموړې ته اپنډېکس او د ځيګر کېسټ ناروغي پیدا شوه او د درملنې وس یې نه لاره.
احمد وویل: “ما د درملنې د لګښت لپاره پیسې نهلرلې؛ نو ځکه مې خپله لور پر یوه خپلوان وپلورله.”
د شایقې جراحي عملیات بریالي وو. د عملیاتو لګښت د همدغه ۲۰۰زره افغانیو (۳۲۰۰ ډالرو) څخه ورکړل شو، چې شایقه پرې پلورل شوې وه.
د یاد ولایت یو بل اوسېدونکي عبدالرشید عظیمي په داسې حال کې چې خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې رقیه او روحیلا یې په غېږ کې نیولې وې، وایي حاضر دی هغوی وپلوري.
هغه په ژړا سره زیاته کړه: “زه چمتو یم خپلې لوڼې وپلورم. فقیر یم، پوروړی یم، بېوسه یم. کله چې له کاره کور ته راځم، شونډې مې وچې وي، وږی یم، تږی یم، پرېشانه او لالهانده یم. ماشومان مې راځي او وایي: پلاره، ډوډۍ راکړه؛ خو زه څه ورکړم؟ کار چېرته دی؟”
د ملګرو ملتونو په وینا، اوسمهال له هرو څلورو کسانو څخه درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو، لکه کافي خوړو برابرولو توان نهلري.
د یادې شوې رسنۍ په راپور کې راغلي، په افغانستان کې بېکاري پراخه شوې، روغتیايي سیستم د ړنګېدو په حال کې دی او هغه مرستې چې پخوا یې د مېلیونونه خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کولې په شدیده توګه کمې شوې دي.