د طالب ملاتړی عالم: د طالبانو مخالفان واجب‌القتل دي او جنازې دې یې نه کېږي

4 Min Read

د افغانستان لوېدیځ کې د طالبانو د رژیم یو ملاتړی دیني عالم، معراج‌الدین کشکي ادعا کړې چې د دې ډلې مخالفان واجب‌القتل دي او د هغو کسانو د جنازې لمونځ باید ونه شي چې د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهو په لیکو کې وژل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي یوه خپره شوې ویډیو کې هغه د طالبانو د مخالفانو د وژلو لپاره د مذهبي دلایلو په وړاندې کولو سره ویلي: “د دغو خلکو ترڅنګ درېدل د واجب‌القتل کېدو لامل ګرځي، د هغوی وژل روا دي او باید ووژل شي. دا یوه شرعي او دیني مسئله ده. دین همدا وايي، که تاسې پرې خوښ یاست او که نه، دا مو خپله خوښه ده.”

هغه ادعا کړې چې د طالبانو د رژیم پر ضد جګړه دیني مشروعیت نه لري او ناحقه ده او په وینا یې هغه کسان چې د طالبانو پرضد جګړه کوي، باغیان او سرغړوونکي دي.

کشکي ویلي: “هر څوک چې د محقق، عبدالله، سیاف او امرالله صالح ترڅنګ ودرېږي او دې خاورې ته فساد، جګړه او بې‌بندوباري راوړي، واجب‌القتل دی. د مسلمانانو امام اجازه نه لري چې د هغوی د جنازې لمونځ وکړي.”

دغه طالب ملاتړي دیني عالم له کورنیو هم غوښتي چې خپل اولادونه د طالبانو د مخالفو ډلو له لیکو سره له یوځای کېدو منع کړي.

هغه زیاته کړه: “خپل ماشومان مه لېږئ. ستاسې د اولادونو وینې به بې‌ځایه تویې شي او د هغوی د جنازې لمونځ به ونه شي. دا بغاوت او سرغړونه ده.”

په اېکس ټولنیزه شبکه کې د طالبانو ملاتړو کاروونکو د کشکي د دغو څرګندونو ویډیو خپره کړې او د نوموړي د خبرو هرکلی یې کړی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو مخالفې وسله‌والې جبهې د دې ډلې پر ځواکونو د خپلو بریدونو د دوام خبر ورکوي.

دغه جبهې استدلال کوي چې طالبان یوازې د پوځي فشار په پایله کې خپل دریځ بدلوي او د افغانستان د مسئلې د حل لپاره خبرو اترو ته پام نه کوي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو څه باندې پنځه کاله تېرېږي. دغې ډلې په دې موده کې د نجونو زده‌کړې تر شپږم ټولګي محدودې کړې او د ښځو او نجونو یوه لویه برخه یې له کار کولو محرومه کړې ده.

طالبان دغه راز د یو شمېر افغان وګړو پر وژلو او د بشري حقونو پر نورو سرغړونو تورن دي، په داسې حال کې چې د دې ډلې د ځواکونو او چارواکو پر ضد د خپلواکو او اغېزمنو شکایتونو او عدالت غوښتنې امکانات د خلکو لپاره خورا محدود دي.

طالبان د خپلو مخالفانو د وژلو لپاره مذهبي توجیهات وړاندې کوي، په داسې حال کې چې دغه ډله خپله له پخواني افغان حکومت سره له شل کلنې جګړې وروسته بیا واک ته ورسېده.

په دغې جګړه کې ګڼ شمېر پوځي او ملکي وګړي د طالبانو د وسله‌والو بریدونو، چاودنو، ځانمرګو بریدونو او برمته کولو ښکار شول.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply