د طالبانو د حج او اوقافو وزیر، نورمحمد ثاقب په کابل کې په یوه غونډه کې د طالبانو د ادارې او د افغانستان د تېر جمهوري نظام ترمنځ پر توپیرونو خبرې وکړې.
هغه ادعا وکړه چې د تېر حکومت پر مهال د ښځو لپاره امن کورونه د فحشا او فساد کورونه وو.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د ځینو بنسټونو او د ښځو چارو وزارت په ملاتړ د ښځو لپاره امن کورونه جوړ شوي وو.
طالبانو د خپلې بیا واکمنۍ له پیل سره د ښځو چارو وزارت لغوه کړ.
د ښځو امن کورونه هغه خوندي او موقتي ځایونه وو چې د کورني تاوتریخوالي، ځاني خطرونو او بېړنیو ستونزو سره مخ ښځو ته د سرپناه، روغتیایي مرستو، حقوقي مشورو او خوندیتوب چمتو کولو لپاره جوړ شوي وو.