د وسلهوالو طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر، شیخ خالد حنفي وايي، د دوی په اداره کې تعصب نهشته.
حنفي د نورستان له خلکو سره په غونډه کې ویلي: “زموږ په اداره کې هیڅ ډول قومي، ژبنی او سیمهییز تعصب ځای نه لري او خلک باید د ورورولۍ فضا پیاوړې کړي.”
د وسلهوالو طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر یادي څرګندونې وروسته له هغي وکړې چې د دوی د دفاع وزارت سرڅېړونکي، لطیفالله حکیمي وړمه ورځ په یوه مرکه کې، پښتو یوازېنۍ ملي ژبه وبلله.
د حکیمي یادو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ او سخت غبرګونونه راوپارول.
ورته مهال بیا د طالبانو د ډلې پخواني مرستیال ویاند او دمګړۍ په کندهار کې د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، انعامالله سمنګاني وویل، اوسمهال په افغانستان کې د «ملي» کلیمې په نوم هېڅ شی شتون نهلري او د پښتو په ګډون دري هم د هېواد رسمي ژبه ده.