د المان د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو سره د المان په اړیکو کې بدلون نه دی راغلی

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتین ګېزه وايي، د طالبانو حکومت سره د اړیکو په اړه د دوی په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او نه په کابل کې د سفارت د بېرته پرانېستو پلان لري.

المان او یوشمېر اروپایي هېوادونو تر مخکې ویلي وو چې له اسلامي امارت سره د مجرمو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي اړیکې لري.

اخوا د المان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ویلي، له دې هېواده په جنايي جرمونو د ککړو افغانانو د ایستلو بهیر به دوام ولري.

هغه ټینګار کړی چې دا پرېکړه به آن د سیاسي ننګونو او له طالبانو سره د خبرو اترو د اړتیا په صورت کې هم ونه درول شي.

دوبرینټ په خبره، د مجرمو افغانانو ایستل به په اونیز ډول ترسره کېږي او دولت یې پر دوام کلک هوډ او اراده لري.

نوموړی په دې هېواد کې د جنسي تېري کوونکو او وژونکو پاتې کېدل د المان له امنیت سره په ټکر کې بولي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply