طالبان رسنیو ته: زمونږ د نظام پرضد د تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړﺉ

2 Min Read

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رسنیو غوښتي چې د دوی د نظام پرضد د بې‌بنسټه تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د دې وزارت د خپرونو مرستیال، مهاجر فراهي نن شنبه کابل کې د خبریالانو د یو روزنیز پروګرام په پرانیستغونډه کې ويلي: “رسنۍ د حکومتولۍ په بهیر کې مهم رول لري او باید په اغېزمنه توګه ترې ګټه واخیستل شي. رسنۍ دې د اسلامي نظام پرضد د دښمنانو د بې‌بنسټه تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي.”

خو فراهي په خپلو يادو څرګندونو کې د دغو تبلیغاتو مشخصې بېلګې نه دي وړاندې کړي.

هغه همداراز د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د معلوماتو په خپرولو کې همکاري او همغږي د دې بهیر د بریا لپاره اړینه ده.

خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رسنۍ له پراخو محدودیتونو او سانسور سره مخ دي.

ورته مهال، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د وروستي میاشتني راپور له مخې، په دې وروستیو میاشتو کې طالبانو پر خبریالانو نور هم فشارونه زیات کړي او پر خبریالان د قانوني ابهام، د واک ناوړه کارول، فکري فشارونه او د انځورونو او ویډیوګانو په برخه کې له پراخ سانسور سره مخ دي.

اخوا، د رسنیو فعالان وایي،د طالبانو دا ډول غوښتنې د رسنیو د خپلواکۍ، د بیان د ازادۍ او د خبریالۍ د بې‌طرفۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

دوی همداراز وایي چې له رسنیو د یوه ځانګړي سیاسي نظام پر ضد د تبلیغاتو پر وړاندې د مبارزې غوښتل، د رسنیو دنده تر پوښتنې لاندې راولي او دا له نړیوالو رسنیزو معیارونو په ښکاره سرغړونه ګڼي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply