د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني امنیت د خپل نظام بنسټیز اصل وباله او له طالب امنیتي مسوولانو یې غوښتنه وکړه چې له افغانانو سره ورورولي نرم چلند وکړي.
هغه د خوست د امنیه قوماندانۍ د نوي اداري ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې وویل: “امنیتي مسوولان دې د هبت الله د فرمانونو په تطبیق سره د خلکو د خدمت جوګه شي او له ولس سره دې نرم چلند، ورورولي او ښه اخلاق خپل کړي.”
حقاني د امنیت او سولې ساتنه د طالبانو او ولس ګډ مسوولیت وباله.
نوموړي له علماوو او قومي مخورو وغوښتل چې د عامه پوهاوي، همکارۍ او ګډ تفاهم له لارې د امنیت په ټینګښت او د خپلمنځي ستونزو په حل کې له امنیتي مسوولانو سره په ګډه ونډه واخلي.
که څه هم طالبانو په لومړي سر کې د عمومي بخښنې اعلان کړی و، خو راپورونه ښيي چې پخواني امنیتي ځواکونه، مدني فعالان او منتقدان وخت په وخت د نیول کېدو، توقیف او ځورونې سره مخ کېږي.
دغه راز، د طالبانو لخوا په ټولنه کې د اسلامي شریعت په نوم سخت قوانین پلي کېږي چې د افغانانو پر شخصي او ټولنیز ژوند یې ژور اغېز کړی او د هېواد څخه د افغانانو د کډوالۍ لامل شوی دی.