پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ عمر: لا هم د پاکستان سفارت پرانیستی دی

2 Min Read

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام چارواکی، وحید عمر پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر دوام نیوکه کړې او وايي، د دغو بریدونو سره سره ډیپلوماتیکې اړیکې هم نورمال دي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه ویلي: “جالبه ده چې یو هېواد دې په پلازمېنه او ولایتونو کې پرله‌پسې بمبارۍ کوي، هره ورځ هوايي حریم نقضوي او کابل کې یې خپل سفارت ته څېرمه په څو سوه مترۍ کې مستقیم هوایي بريد کې سلګونو کسان ووژل. جنګي طیارې ېې روزمره په پایتخت او ولایاتو ګزمې کوې، خو سفارت ېې په کابل او قونسلګرۍ په همغو سیمو کې چې تر بمبارۍ لاندې دي، پرانیستې دي او نورمال فعالیت کوي.”

د عمر په خبره، دا په نړۍ کې بې مثاله ده چې جګړه او ډیپلوماسي دواړه مخته وړل کېږي.

هغه زیاته کړه: “دا به سفارتي ډیپلوماسۍ په تاریخ کې لومړی داسې مثال وي چې په دغسې اعلام شوی جنګي حالت کې ډیپلوماتیکې اړیکې کاملاً نورمال وي. که تاسو په نړۍ کې کوم بل مثال لرئ، نو ما پوه کړئ.”

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي، پر خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

دغه بنسټ ویلي، دا بریدونه چې د شپې لخوا ترسره شوي؛ په وژل شویو او ټپیانو کې زیاتره ښځې او ماشومان شامل دي.

یوناما زیاتوي، په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لا هم جدي دي او اړینه ده چې ټولې خواوې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ملګرو ملتونو دغه راز له اړوندو خواوو د تاوتریخوالي د کمښت، دایمي اوربند، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د لارو د بیا پرانیستلو او د بشري مرستو د اسانتیا لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

یوناما ټینګار کوي چې د اختلافاتو د حل لپاره باید سیاسي او ډیپلوماټیکه لاره غوره شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply